درې تنه د نشه یي توکو د قاچاقو په تور ونیول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د سلواغې دمياشتې٢٣نيټه     
د تخار پولیسو نن درې تنه د ۱۱۹ کیلو ګرامو اپیینو د قاچاقو په تور ونیول .
د تخار د امنیې قواندانۍ ویاند خلیل اسیر د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغو کسانو ۱۱۹ کیلو ګرامه اپین د بوسو په یوه بورۍ کې ځای پرځای کړي و او غوښتل یې هغه د یو موټر په واسطه له تخار ولایت څخه د بلخ ولایت ته ولیږدوي چې د تالقانو ښار د معبر شرقي په ساحه کې د امنیتي منسوبینو له خوا ونیول شول.
ده وویل: په دې باب د پولیسو څیړنې دوام لري .
پای/سعیده

 

back to top