په بلخ کې د اوو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې  ۲۳مه
اووه تنه وسله وال طالبان پرون په بلخ ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياندجګړن محمد حنيف رضايي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د افغان پوځيانو په هغو عملياتوکې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د پل بنګاله په شاوخوا سيموکې ترسره شول، ووژل شول.
رضايي  زياته کړه چې په دغو عملياتوکې درې تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن شپږ موټرسايکلونه ويجاړ او له منځه لاړل .
ديوبل خبرله مخې:
دوه تنه وسله وال طالبان د کندز ولايت په مرکز پورې اړوند حضرت سلطان سيمه کې د هوايي بريد له امله ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
  ختم_ شکريه_ اکرم

Last modified on Tuesday, 12 February 2019 12:03
back to top