27 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د اجرائيه رياست يو سلاکار په کندز کې ترور شو

د اجرائيه رياست يو سلاکار په کندز کې ترور شو

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه د اجرائيه رياست سلاکار...

  په بدخشان تېرتاريخ خوراکي توکي راټوليږي

په بدخشان تېرتاريخ خوراکي توکي راټوليږي

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه په بدخشان ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په اسمار ولسوالۍ کې د طالبانو له شتون څخه د پاکولو عمليات پاى ته ورسېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ باخترد سلواغې دمياشتې ٢٥نيټه
د کونړ ولايت په اسمار ولسوالۍ  کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د پاکولو عمليات پاى ته ورسېدل.
دغه عمليات يوه اوونۍ مخکې د اسمار ولسوالۍ په خاصه توګه د شال او شنګر  ستراتيژيکو سيمو د وسله والو طالبانو له شتون څخه د پاکولو په مقصد په لاره اچول شوي و.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې  په دغو عملياتو کې د کونړ ولايت د اسمار ولسوالۍ ځينې سيمې او د شال او شنګر ستراتيژيکي سيمې د وسله والو طالبانو له  شتون څخه پاکې شوې.
ده وويل: په دغو عملياتو کې يو زيات شمېر وسله وال ډار اچوونکي وژل شوي دي، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
ويل کيږي پوځيانو د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ځينو سيمو د پاکولو په مقصد د دغو سيمو د اوسيدونکو په غوښتنه امنيتي پوستې جوړې کړې، ترڅو خلکو ته د ښه امنيت فضا رامنځته او په دغو سيمو کې د بيا رغاونې لپاره زمينه برابره شي.
پاى \ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.