27 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر د کروناویروس خپرېدا...

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

- کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په نيمروز کې د تروريستانو د وسلو او نشه يي توکو یوه زيرمه له منځه يوړل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٣مه نيټه :
د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو منسوبينو د نيمروز ولايت په مربوطاتوکې د يو لړ ځانګړو عملياتو په بهيرکې د وسله والو ډار اچوونکو د وسلو يوه زيرمه او د نشه يي توکو د جوړولو يوه کارخانه دړې وړې او ویجاړه کړه.
د ملي امنيت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلوسره ليکلي دي:
دغه عمليات د نيمروز ولايت د دلارام او خاشرود د ولسواليو په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د تروریستي ډلې د دوو قوماندانانو په حاجي صابر مشهور ملاسلام او په حنظله مشهور د مولوي هاشم پر مرکز، جېل او د نشه يي توکو پر کارخانې ترسره شول چې له امله یې يو ډاراچوونکى ووژل شو او ۱۰ زره کيلوګرامه نشه يي توکي، يو چريکي هاوان، يوه پيکا، څلور کلاشينکوفونه، يو درازنوف، يو ٣٠٣ًبُر،  د نشه يي توکو٢٥٠٠ ليتره تيراب، د نشه يي توکو ٢٥٠٠ کيلوګرامه اوبلن مواد او يوه اندازه مهمات او وسايل چې له هغو څخه د نشه توکو په جوړلو کې استفاده کېده، ترلاسه شوي دي.
پاى \ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.