22 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خلک : خداى دې هغو کسانو ته چې دلارو دبندښت سبب کېږي سزا ورکړي .

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دغبرګولى دمياشتې لومړى نيټه...

اته کسيزه ډله شوکماران په کابل کې ونيول شول

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دملي امنيت موظفينو په رييس...

دکابل واټونه بيا پرانستل شول

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دکابل ښار هغه واټونه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

لس تنه ډار اچوونکي په نورستان کې ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب  ٢٤ نيټه
لس تنه پاکستاني ډار اچوونکي د هېواد په ختيځ کې له پوله ساتو ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د نورستان ولايت دکامديش په ولسوالۍ کې د ديورنډ کرښې ته څېرمه هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې د سرتېرو په کاروان بريد وکړي .
د هېوادپه ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دغې نښته کې  ١٠ تنه پاکستاني طالبان ووژل شوي دي.
ده وويل دغه طالبان نوي له پاکستان څخه نورستان ته راغلي وو او هغه وخت چې غوښتل يې په کامديش ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونودکاروان په تګلوري کې ماين ځاى پرځاى کړي بريد پرې وشو.
د يوبل خبرله مخې، په نورستان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار دکلي د اوسيدونکو په همکارۍ د دغه ختيځ ولايت دتګ راتګ په ګڼ ميشتو لارو کې لس ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_عطاالله  _ اکرم

Last modified on Friday, 15 March 2019 11:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.