18 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد د شل کلنو د فوټسال ملي ټيم له ټايلند سره سیالي کوي

د هېواد د شل کلنو د فوټسال ملي ټيم له ټايلند سره سیالي کوي

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه د هېواد د شل کلنو...

په قندهار او هلمند کې ٥٣ روغتيايي مرکزونه جوړيږي

په قندهار او هلمند کې ٥٣ روغتيايي مرکزونه جوړيږي

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه د عامې روغتيا وزارت، د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د طالبانو د پوځي کمېټې مسوول په لوګرکې ونيول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٧مه
په لوګر ولايت کې د وسله والو طالبانو د پوځي کمېټې مسوول تېره شپه له درېیو تنو افرادو سره يې ونيول شو.
د ځانګړوعملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن قيوم نورستاني باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو د پوځي کمېټې مسوول په ستانکزي مشهورنجيب الله له خپلو درېيو تنو افرادو سره یې د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ د ازبک خېلو په کلي کې د کومانډو ځواکونو په عملياتوکې ونيول شو.
ده زياته کړه چې په دغو عملياتوکې د دښمن يو کلاشنيکوف، دوه تومانچې او دوه فولډر موټرونه ترلاسه شوي دي او د دغې ولسوالۍ د ازبک خېلو کلى د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوى دى.
د يو بل خبرله مخې:
په لوګر ولايت کې پرون دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي وويل چې دغه وسله وال طالبان چې په موټرسايکل سپاره وو، د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
پاى \ف\ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.