18 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد د شل کلنو د فوټسال ملي ټيم له ټايلند سره سیالي کوي

د هېواد د شل کلنو د فوټسال ملي ټيم له ټايلند سره سیالي کوي

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه د هېواد د شل کلنو...

په قندهار او هلمند کې ٥٣ روغتيايي مرکزونه جوړيږي

په قندهار او هلمند کې ٥٣ روغتيايي مرکزونه جوړيږي

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه د عامې روغتيا وزارت، د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کابل ښار سخي زیات سیمه کې د نوروز د نمانځنې پر مراسمو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري  لومړي :
د افغانستان دښمنانو د کابل ښار د سخي زیات په سیمه کې د نوي (۱۳۹۸) کال د نمانځنې پر مراسمو د تروریستي برید او جنایت په ترسره کولو سره د ماشومانو او ښځو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس غني مزارشریف ښار کې د نوروز جشن د نمانځنې په مراسمو کې  له دې دردناکې پېښې څخه له خبرېدو وروسته سخت خواشینی شو، د دې جنایتکارانه او د افغانانو د عنعنوي او فرهنګي ارزښتونو ضد عمل د غندنې پرمهال یې وویل، د نوروز او نوي کال د نمانځې پر جشن تروریستي برید د افغانستان د خلکو لرغونو ارزښتونو او عنعنوسره ښکاره دښمني ده.
جمهوررئیس وویل، وحشي تروریستانو د دې ډول جنایتکارانه اعمالو په ترسره کولو سره یو ځل بیا د افغانانو له خوښۍ او آرامۍ سره خپله ښکاره دښمني په ډاګه او دا یې ثابته کړه چې له بشري ضد او ظالمانه اعمالو څخه لاس نه اخلي.
د هېواد جمهوررئیس د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې ټپیانو ته د عاجلې رسېدګۍ په موخه له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.#پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.