د اسعدابادښار/ باخترد وري دمياشتې٢مه
د داعش د ډلې ٣٠ تنه وسله وال جګړه ماران د هېواد په ختيځ کې د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو داعشيانو تېره شپه د کونړ، پکتيکا او ننګرهار ولايتونو په ځينو سيموکې هوايي بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې د شپږوتنو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون ٣٠ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
ده وویل چې دغه وسله وال داعشیان کله چې په خپلو پټنځايونوکې د نوي کال د نوروز په جشن کې زموږ پر هېوادوالو د بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، د پوځيانو له خوا پرې بريدونه وشول.
ویل کېږي په دغو بريدونو کې د وسله والو داعشيانو څلور پټنځايونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې او له منځه وړل شوي دي.
پاى \ ذکرالله