22 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د ملی امنیت د لوی ریاست ځانګړو ځواکونو،...

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف...

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر پوليسو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اوولس تنه ډار اچوونکي په پکتیکا کې وژل شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وري دمیاشتې ۳مه
په پکتیکا ولایت کې۱۷ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او درې تنه نورنیول شوي دي.
د ۲۰۳تندر قول اردو د قوماندانۍ د رسینو دفتر باختر آژانس خبر ورکړ:
د ۲۰۳ تندر قول اردو توپچي ځواکونو د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ د شاه مردان او خان کلیو په سیموکې د تندر(۵) په نامه د ګډو چاڼیزو عملیاتو په بهیرکې ۸ تنه وسله وال ډار اچوونکي وژلي او د هغوی پنځه موټر سایکلونه له منځه وړي دي.
دغه راز د پکتیکا ولایت د نیکه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو ډار اچوونکو پر ضد عملیات د امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شول چې له امله یې ۹ تنه وسله وال ډار اچوونکي وژل شوي، درې تنه نیول شوي او درې کلاشنکوفونه له منځه وړل شوي دي.
همدارنګه د پکتیکا ولایت د برملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ایتلاف ځواکونو د هوایي برید له امله ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې:
د پکتیکا او لوګر د ولایتونو په مربوطاتو کې ۶ ماینونه د تندر قول اردو د ماین پاکۍ د ټیمونو له خوا کشف او شنډ کړی شوي دي.#پاى-ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.