20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۳تنو ترهګرو وژل کیدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوري دريمه :
د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتو کې ۵  ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۴ ځانګړي کوماندویي دندې او ۵ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۳۸ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ترسره کړي دي چې په پایله کې ۲۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او  ۱۵تنه ترهګر ټپیان  شوي دي.
وکلي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کنړ،  بادغیس، فراه،  بلخ، بغلان، کندز، فاریاب او هلمند  په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې :٢٣تنه ترهکروژل شوي او ١٥ تنه نورټپيان شوي دي.
دخبرځاى دڅرګندونې له مخې،ددغوعملياتوپه بهيرکې يوه اندازه وسلې اومهمات هم ترلاسه شوي دي.پاى- ع

 

Last modified on Saturday, 23 March 2019 12:51

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.