20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهار کې يوه تروريستي شبکه دړې وړې شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۴مه
په قندهار ولايت کې د ډار اچونې يوه ۱۰ کسيزه شبکه  دړې وړې شوه .
  امنيتي ځواکونو د دغې شبکې مشر او ۹ تنه غړي د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول.
دغې شبکې د ميوند، ميانشين، شاه ولي کوټ او د ژيړي ولسواليو په ځينوسيموکې په ډار اچوونکو بريدونو لاس پورې کاوه .
د دغې ډار اچوونکې شبکې مشر  ملا عبدالغفار په خپلو اعترافونو کې ويلي دي  چې د ده تر امر لاندې کسانو د خلکو ترمنځ د ډار د رامنځته کولو په خاطر په قندهار ولايت کې د بمونو او ماينونو په ښخولو، د لارو په تړلو، پر ښوونځيو په بريدونو او د روغتونونو په سوځولو لاس پورې کاوه .
دقندهار ولايت  د رسنيو دفتر  د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په نيول شويو کسانوکې د بمونو او ماينونو د جوړولو ماهران او ځانمرګي يرغلګر هم شامل دي.
ختم_ ج _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 24 March 2019 11:57

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.