20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړکې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ جګړه دوام لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/د وري دمياشتې٤ مه
د کونړ ولايت په چپې درې په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ  جګړه چې له پرون څخه پيل شوې وه، تر اوسه پورې دوام لري.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې دواړه   لوري له سپکو او درندو وسلو څخه استفاده کوي چې تر اوسه پورې دواړو لورو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې ملکي کسانو ته د رامنځته شويو زيانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
پخوا هم په کونړ ولايت کې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ د جګړو خبرونه ورکړ شوي و.
پاى \ج\ ذ

Last modified on Monday, 25 March 2019 04:30

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.