23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه په باميانوکې د ځوانانو...

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه د باميانو د هوايي ډګر د سوق...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پکتیاوال: په جګړه کې له ښکیلو لور څخه د اوربند غوښتنه کوو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ګردیز/ باختر/ د وري د میاشتې ۲۶ مه
پکتیاوالو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې په جګړه کې له ښکیلو خواوو څخه د اوربند غوښتنه وکړه او د دواړو لورو پیل شوي جګړه یيز عملیات یې وغندل.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې: په دې غونډه کې زیات شمېر پکتیاوالو د دولت او وسله والو طالبانو له لوري د (الفتح) او (خالد) په نامه پیل شوي عملیات وغندل او زیاته یې کړه چې روان عملیات د هيڅ چا په ګټه نه دي، ځکه يوازې افغانان پکې وژل کېږي.
دوی وايي: د روان ۴۰کلن جنګ ټول قربانیان افغانان دي، نو ځکه د سولې اړتيا تر بل هر وخته زیاته ده.
د غونډې ګډونوالو وویل چې په دوحه کې د سولې په اړه خبرې اترې کېږي، خو دولت او طالبان د جنګ اعلام کوي چې دا د دواړو خواو په زیان دی.
دوی زیاتوي: د روانې جګړې پایلې داسې ښایې چې دولت او طالبان سولې ته ژمن نه دي .
دا په داسې حال کې ده چې د سولې په تړاو وروستیو خبرو اترو د افغانانو په زړونو کې زیاتې هیلې پيدا کړې وې، خو په هېواد کې وروستۍ نښتې د دې لامل شوې چې د افغانانو هیلې له خاورو سره یو کړي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.