24 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو دمراسمو رسانه يي کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د ثور څلورمه : دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو...

دهېواد په ولايتونو کې د١٠٠٦پروژو تطبيق څوارلس مليونه کاري ورځې رامنځته کړې .

کابل باختر د ثور څلورمه : دکليو دبياجوړولو اوپراختيا سرپرست ...

 دبدخشان  ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول  شو

دبدخشان ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو

کابل باختر د ثور څلورمه : دبدخشان ولايت دکران او منجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په تخار کې د روږدو کسانو د شمېر د زياتوالي انديښنې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۶ مه
د تخار ولايت اوسيدونکي په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر د زياتوالي او د دغه  ولايت د چارو د مسوولينو د نه پاملرنې له امله انديښمن دي.
دغه خلک وايي: که چيرې امنيتي بنسټونه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د پلورنې او پيرودنې مخه ونه نيسي؛ دغه ولايت به په هېواد کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو په ستر مرکز بدل شي.
  د تخار د پوليسو يو مسوول  وايي چې پوليسو تېرکال  څه دپاسه ۱۰۰ تنه روږدي کسان له تالقانو ښار څخه راټول کړي او روغتيايي مرکزونو ته يې ليږدولي دي، خو خلک د کار د نشتوالي او بې وزلۍ په دليل دغې شومې پديدې ته مخه کوي او په دغه ولايت کې روږدي کسان له درملنې وروسته بيا روږدي کېږي.
د تخار د عامې روغتيا رييس  ډاکتر ولي راسخ وايي چې دوى تېرکال ۳۲۰ تنه روږدي کسان په روغتون کې بستر کړل او ۱۶۰ نور روږدي کسان په خپلو کورونوکې يې تر درملنې لاندې ونيول.
د روغتيا د مسوولينو له خوا د وړاندې شويو شمېرنو له مخې، په تخار ولايت کې په نشه يي توکو د روږدي کسانو شمېر څه دپاسه ۱۵ زرو تنو ته رسيږي.
  ختم_  ف_ ج _اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.