24 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو دمراسمو رسانه يي کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د ثور څلورمه : دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو...

دهېواد په ولايتونو کې د١٠٠٦پروژو تطبيق څوارلس مليونه کاري ورځې رامنځته کړې .

کابل باختر د ثور څلورمه : دکليو دبياجوړولو اوپراختيا سرپرست ...

 دبدخشان  ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول  شو

دبدخشان ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو

کابل باختر د ثور څلورمه : دبدخشان ولايت دکران او منجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په خوست کې د واده په مراسموکې د ډزو له امله درې تنه ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

دخوست ښار/ باختر/ د وري دمياشتې ٢٦مه
درې تنه په خوست ولايت کې د واده په مراسمو کې د يو تن له خوا په ډزو سره ووژل شول او څه ناڅه ۱۳ تنه نور ټپيان شول .
سيمه ييزخبرځايونه وايي: يرغلګر د دغه واده له ګډونوالو څخه و چې د خوښۍ د ډزو په وخت کې يې په تېر وتنې سره دغو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
دغه پېښه پرون ناوخته په تڼيو ولسوالۍ کې رامنځته شوه .
د خوست د والي ویاند طالب منګل باختر آژانس ته وويل چې په دې پېښه کې درې تنه خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه ناڅه ۱۳ تنه نور ټپيان شول.
ده وويل: د دغې مرګانۍ پېښې عامل امنيتي مامورينو ته د تسليمدو پرځاى، په ځان وژنې لاس پورې کړ.
د دغې پېښې يو عیني شاهد د وژل شويو کسانو شمېر ۶ تنه او د ټپيانو شمېر ۱۶ تنه وښود.
ده وويل: يرغلګر د زياتې مستۍ په دليل د خوښۍ د هوايي ډزو پرځاى د واده پر ګډونوالو ډزې وکړې.
د خوست پوليس په دې برخه کې د خپلو څيړنو د پيل خبره کوي.
پاى \ ذکرالله


 

Last modified on Tuesday, 16 April 2019 05:37

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.