21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په سمنګانو کې د څښاک اوبو يوه شبکه جوړيږي

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه په سمنګانو ولايت کې د...

په کندزکې د څښاک اوبو شپاړلس څاګانې کيندل کېږي

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه په کندز ولايت کې د...

په جوزجان کې د اوبو کانال جوړيږي

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه په جوزجان ولايت کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شپږ تنه وسله وال طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې١ نېټه
شپږ تنه وسله وال طالبان د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو او شيرزادو په ولسواليو کې د پوځي عملياتو په دوام ووژل شول او ۱۰ تنه نور يې ټپيان شول.
دغه عمليات له دوو اوونيو راپدېخوا د ملي اردو او ملي پوليسو د سلګونو تنو  ځواکونو په ګډون د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په نوي اقدام کې ۶ تنه ډار اچوونکي دننګرهار ولايت په خوږياڼيو او شيرزادو ولسواليوکې ووژل شول او ۱۰ تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
ده وويل چې پر دغو ډار اچوونکو له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
دغه راز ويل کېږي د خوږياڼيو او شيرزاد د ولسواليو په لسګونو کلي د طالبانو او داعشيانو له شتون څخه پاک شوي او عمليات دوام لري .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.