07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملي دفاع وزير دايساف دقوماندانۍ د مشرتابه هيئت په غونډه کې ګډون وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
دملي دفاع وزير دايساف دقوماندانۍ دمشرتابه هيئت په ګډه غونډه کې برخه واخيسته اودملي اردو دښوونې اوروزنې  اودتجهيزاتو اودبيلابيلو امنيتي مسلو په باب يې خبرې وکړې .
دملي دفاع وزارت ويندوى تورن جنرال محمدظاهر عظيمي باختراژانس ته وويل: افغان لورې ته دامنيتي مسووليتونو ليږدونه او د آبيانو پرخلاف دشنو بريدونو اويا دبهرنيو  ځواکونو پرخلاف بريد کې دامنيتي ځواکونو له يونيفورم څخه استفاده هم په دې غونډه کې وڅيړل شوه.
دملي دفاع وزير په دې غونډه کې  وويل: دمسووليت ليږدونه افغانستان ته ځانګړې ارزښت لري، له ترديدپرته په ټاکلې وخت کې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير بشپړيږي.
ملي اردوبشپړتياري لري چې دامنيتي مسووليت په  غاړه واخلي .
دملي دفاع وزير زياته کړه: هغه څيړنې  چې دملي دفاع وزارت ترسره کړى دى ښيي  چې درې عوامل له دې جملې څخه بهرني استخبارات ددښمن نفوذي عوامل اوفرهنګي اوديني انګيزې په آبيانو دشنو دبريد له دلايلو څخه دي.
ده زياته کړه: دافغانستان دولت دغه موضوع مهمه بولي او تراوسه پورې ددغې موضوع په اړوند دجمهور رييس په مشرۍ اودجګپوړو امنيتي مقاماتو په ګډون درې امنيتي غونډې جوړې شوې دى او دافغانستان لورې به ددغه بريدونو دمخنيوي په لاره کې دنړيوالې ټولنې په همکارى له خپلې ټولې وړتيا څخه کارواخلي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.