په لوګر کې پر امريکايي پوځيانو ځانمرګې بريد وشو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
په لوګرولايت کې دځانمرګې بريد له امله دناټويوسرتيرى ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه بريد نن سهار دلوګرولايت دبره کې برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشو. ځانمرګې يرغګر په داسې حال کې چې چاوديدونکې توکې يې په تن کې  تړلې و، ځان دناټو دپوځيانو په وړاندې وچاوه.
دلوګر دوالي ويندوى دين محمد درويش باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې يو امريکايي پوځي وژل شوى او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دناټو پوځيانو تراوسه پورې په دې اړوند نظر نه دې څرگند کړي.
 

back to top