25 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دماين جوړولو يو ماهر له پنځو تنو همکارانوسره يې ونيول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
دلغمان ولايت پوليسو يو تن چې په ماين جوړولوکې يې مهارت درلود، ونيوه.
دشمشاد د٢٠٢  ساحوي زون دقوماندانۍ دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
په مجاهد مشهور محمدقسيم چې له زياتې مودې را په دې خوا يې وسله والو مخالفينو ته ماينونه جوړول، دپوليسو له خوا دلغمان ولايت دقرغه يو ولسوالۍ په مربوطاتو کې داوپراتيفي عملياتو په بهيرکې له پنځو تنو همکارانوسره يې ونيول شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل: پوليسو دماين دغه ماهر دنيولو په ځاى کې يو ريموټ کنترول دميزائيلو اووه سروکې ، درې اوسپنيزې خولى ، دزيکويو پنځه ديرش  ګولى ، دماين دجوړولو يوه لارښوده کتابچه او ١٢٠ کېلوګرامه امونيم نايتريت هم ترلاسه شوى دى.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.