پنځه تنه وسله وال ياغيان په خوست کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي  چې پنځه تنه وسله وال ياغيان دخوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې دملي اردو له ځواکونوسره  دنښتې په بهيرکې وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبرورکړ: په دغو کسانو له هغه وروسته بريد وشو چې  دملي اردو دځواکونوپرخلاف يې دبريد نيت درلود.
دغه راز دملي اردو ځواکونو دوه تنه وسله وال ياغيان له دريو ميلو وسلو سره دهلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې  ونيول اويوبل وسله وال ياغي دقندهار له ژيړي ولسوالۍ څخه له  يوې اندازې طبي  درملوسره چې جګړه مارانو ته ليږدول کيدل ونيول شو.
دغه راز دملي اردو سرتيرو له قندهار ښار اوشاوخواسيمو څخه اووه ديرش ماينونه کشف کړل اودڅوترورستي پيښو مخه يې ونيوله .
ديوبل خبرله مخې :  دملي دفاع وزارت تائيد کړه چې دملي اردو  دوه تنه سرتيري دهلمند اوقندهار په ولايتونو کې ددندو په بهيرکې ټپيان شول چې روغتيايي حالت يې ښه بلل شوى دى.
 

back to top