دافغانستان په ځينو ختيځوسيموکې دپاکستاني ځواکونو راکټي بريدونه دوام لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دافغانستان په ځينو ختيځوسيمودپاکستاني ځواکونو راکټي بريدونه دغه راز دوام لري
په خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه راکټي بريدونه  تيره شپه  په کونړولايت کې ديوې ښځې دوژنې اوددوو تنو نورو ملکي وګړو دټپي کيدو سبب شول.
ددانګام ولسوالۍ په دې وروستيو ورځو کې دکونړ اونورستان ولايتونو دنورو سيمو په پرتله  دپاکستاني پوځيانو دسختو راکټي بريدونو شاهدې وې. 
دکونړولايت  دملي امنيت يوخبرځاى باختراژانس ته وويل چې ددانګام دسرحدي ولسوالۍ په ځينو سيمو  دپاکستاني ځواکونو دراکټي بريدونو په دوام  يوه ښځه وژل شوې ده اوديو ماشوم په ګډون دوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
ده وويل  چې قربانيانو په خپلو کورونو کې دپاکستاني ځواکونو ترراکټي بريد لاندې نيول شوي دي .
دکونړدملي امنيت ددغه خبرځاى دڅرگندونوله  مخې ، دتيرو  ٢٤ساعتونو په بهيرکې په کونړ اونورستان ولايتونو کې داستوګنې اته کورونه يوڅه ويجاړشوي دي .
دباختراژانس سيمه ييز خبريال بې کور  چې دکونړ سرحدي سيمې يې کتلي دي وايي  چې دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو دوام  خلک له ويرې او ډار سره مخامخ کړي دي.
په همدې حال کې دنورستان ولايت  امنيه قوماندان غلام الله نورستاني  هم له باختراژانس سره په تماس کې تائيدوي  چې  ددغه ولايت په سرحدي سيمو دپاکستاني ځواکونو راکټي بريدونه له دې جملې څخه په کامديش ولسوالۍ  دوام لري .
خو دى وايي   چې په څو وروستيو ورځو کې ددغو توغنديو دلګيدو له امله  دسيمې خلکو ته يوازې مالي زيان رسيدلى دى.
دافغانستان دکونړ اونورستان ولايتونو په ځينوسيمو  دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه  دروان لمريز کال له پيل څخه پيل شوي دي اوتراوسه پورې  دوام لري . دوړاندي شويو شميرنوله مخې، دروان لمريز کال له پيل څخه تراوسه پورې   په ختيځوسيمو اوپه تيره بيا  دکونړ اونورستان ولايتونو   ددانګام او کامديش دولسواليو په مربوطاتو باندې دپاکستاني پوځيانو له خوا کابو نهه زره توغندي توغول شوي دي.
که څه هم  سيمه ييز مقامات دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو دمرګ ژوبلې شمير پنځه ديرش تنه بولى  خوپه دغو ولايتونو کې سيمه ييز مشران دباختراژانس خبريال ته ويلي دي  چې ددغو توغنديو  دلګيدو له امله په دغو ولايتونو کې له دې څخه زيات خلک قرباني شوي دي .
دکونړاونورستان دولايتونو په ځينوسيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه  په داسې حال کې  دوام لري چې دواړه هيوادونه  ديو ستراتيژيک سند دلاسليک په باب  له يوبل سره موافقې ته رسيدلي دي.
په خبرونو کې ويل شوي دي چې دپاکستاني پوځيانو دغه راکټي بريدونه  آن  دملګروملتو سازمان په امنيت شورا کې  دپاکستاني مقاماتو دوينا په ورځ هم نه دى بندشوى  چې ددغه هيواد مقاماتو ژمنه کړې ده چې دتروريزم پرخلاف دمبارزې په لاره کې  له افغانستان سره  دمرستې ژمنه کړې ده .
 

back to top