په هلمند کې دوسله والو طالبانو دډلې دڅلورو قرارګاو دړې وړ ې کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردثور ٢٤مه :
په هلمند ولايت کې دهدفمندو عملياتو په بهير کې  دوسله والو طالبانو دډلې  څلور قرارګاوې  دړې وړې شوي دي .
  دملي امنيت  دادارې مطبوعاتي دفتر  نن باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي چې دملي امنيت دلوى رياست دخاصو قطعاتو ځواکونو دهلمند ولايت دګرمسير  په ولسوالۍ کې دطالبانو دتروريستي ډلې دقوماندان په ( بلثي )   مشهور  دملا نعيم په قرارګاو ځانګړي عمليات ترسره کړل  چې له امله يې   ٦٠٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ،  ١٥٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي ، دوسايطوضد شپږ ماينونه ، څلور مخابرې  ١٠ لېږدونکي وسايط ، ددرندو اوسپکو وسلو په زرګونو ګولۍ اونور پوځي تجهيزات  دپوځيانو لاس ته ورغلي دي او ددښمن څلور قرارګاوې  دړې وړې شوې دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Wednesday, 15 May 2019 06:13
back to top