04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شپږ تنه وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٢٦ مه  
شپږ تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې دهوايي بريد په نتيجه کې ووژل شول.
  پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د نوبهار بازار ته څېرمه بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل  چې د هېواد د هوايي ځواکونو په دې بريدکې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريد پرې وشو . 
په دغه بريدکې د وسله والو طالبانو  څو موټرونه او جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي .
ختم_  ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.