په هرات کې زده کوونکې نجونې: طالبان دې له ورانکارۍ څخه لاس واخلي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٢٦ مه  
د هرات ولايت د ښوونځيو زده کوونکې نجونې سوله غواړي او له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې له تاوتريخوالي او ورور وژنې څخه دې لاس واخلي .
د نجونو د يوشمېر ښوونځيو د لوست له بهير څخه د هرات د والي عبدالقيوم رحيمي له کتنې سره جوخت، زده کوونکې نجونې سوله د هېواد جدي اړتيا او خپل آرمان وباله او هيله يې وکړه چې د روژې د مبارکې مياشتې په برکت سوله او امنيت په هېواد کې تامين شي.
  دوى خپل ښوونځي ته د هېواد د والي د راتګ  په هرکلي سره د کتابونو کمښت  او د لابراتواري امکاناتو نشتوالی له خپلو مهمو اړتياوو څخه وبلل.
دغه راز دهرات والي د زده کوونکو غوښتنې او هيلې واوريدې او هغوى يې وهڅول چې په جديت سره زده کړه وکړي او د خپلې ټولنې راتلوونکي سوکاله کړي.
رحيمي له زده کوونکو نجونو څخه وغوښتل چې د حکومتوالۍ او پوهنې د حالت او د ښاري چارو په برخه کې خپلې مشخصې طرحې د ولايت رهبرۍ ته وړاندې کړي.
  ختم-ج _ اکرم

back to top