د وسله والو طالبانو يو قوماندان په بلخ ولسوالۍ کې ووژل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٢۶مه
د وسله والو طالبانو يو قوماندان تېره شپه په بلخ ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو .
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د وسله والو طالبانو د تروريستي ډلې يو قوماندان ملا خادم تېره شپه په هغې جګړه کې  چې د بلخ ولسوالۍ د مغولانو په کلي کې ونښته، ووژل شو او د سرور په نامه د دغې ډلې يو بل فعال غړى ونيول شو .
د رحيمي د څرګندونوله مخې: د طالبانو د ډلې د دغه غړي په وژل کېدو سره، د بلخ ولايت د عبدالرحيم زي، بنګالې، نوزاد بنګالې، بابه يوسف ، تيمور سرای، علم خېلو، بوګې او د بنګله دېش کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي.
  ختم_ شکريه_ اکرم

 

back to top