د هېواد په جنوب کې وسله والو طالبانو د پاکستاني ملیشې په ملتیا له افغان ځواکونو سره نښته کړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قلات/ باختر/ د غويي د میاشتې ۲۸ مه
وسله والو طالبانو د پاکستانۍ ملېشې په ملتیا د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره نښته کړې چې پر مهال یې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو پلان درلود، څو شملزو ولسوالۍ ته سقوط ورکړي او په افغان خاوره کې د پاکستانیو ملیشو لپاره د اغزن تار د لګولو زمینه برابره کړي، خو بریالي نه شول.
د زابل والي رحمت الله یار مل د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، په دغې برید کې د پنځو پاکستانیو د ملېشې د عسکرو په ګډون یو ویشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي، زیات شمېر یې ټپيان شوي او یو شمېر یې ژوندي هم نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د وړمې ورځ په دغې برید کې څلور تنه افغان سرتېري هم شهیدان شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړل ښودل شوی دی.
پای/وصال

 

back to top