20 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني...

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر د پکتیا د ځاځي آریوب او سېدکرم ولسوالیو په مربوطاتوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دتروريزم پرخلاف دمبارزې په لاره کې دنړيوالو اوسيمه ئيزو همکاريو غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دثور ٢٨ مه :
له تروريزم او دنشه يي توکو دقاچاقو  او سازمان موندلو جرمونو له لارې  دهغه دتمويلولو  پرخلاف دمبارزې په لاره کې  دنړيوالو او دسيمه ئيزو همکاريو دلوړ رتبه مقاماتو تر عنوان لاندې  کنفرانس دتاجکستان د جمهور رييس امام علي رحمان په وينا  سره په دوشنبه  ښار کې  پيل شو .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې غونډه کې دافغانستان  دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په خپله وينا کې  په دې حساس وخت کې ددغه کنفرانس  جوړول مهم وباله اوزياته يې کړه دافغانستان خلک دڅه دپاسه ٤ لسيزو په بهير کې  له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې زياتې قرباني زغملي دي .
تروريزم ،سازمان موندلي جرمونه او نشه يي توکي نږدې اړيکې لري او تروريستي شبکې دهېوادونودملي امنيت دبې ثباته کولو او دغه راز د سازمان موندلو  جرمونو اونشه يي توکو  له لارې  دمالي منابعو دترلاسه کولو په خاطر فعاليت کوي .
ده دغه راز زياته کړه چې دتروريزم  له تمويلولو  سره دمبارزې په لاره کې دمالي منابعو دتحليل او تجزيې مرکز جوړ کړي دي او تراوسه پورې له اتلسو هېوادونو سره دتروريزم  له تمويلولو  سره دمبارزې په لاره کې  دهمکارى  تفاهم ليکونه لاس ليک کړي دي .
دغه راز دبهرنيو چارو وزير دافغانستان اودمنځني اسيا ترمنځ دپولي په ټينګښت او داطلاعاتو دراکړې ورکړې او دتجربو تبادله يوه اړتيا وبلله او دسيمې په کچه  دتروريزم او جرمونوسره دمبارزې په لاره کې دهمغږي ستراتيژي  تدوينول او له تروريزم  سره دمقابلې  په لاره کې دملګروملتو سازمان دستراتيژۍ په تطبيق کې عملي اقدامات او په هغه پورې  داړوندو پريکړه ليکونو تحقق ارزښتناک وباله .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.