18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

هغه ساختماني شرکت چې جنګي وسايل يې پلورل ،وپيژندل شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دثور ٣٠مه :
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې دپوليسو منسوبانو يوساختماني شرکت  چې په پټه  يې جنګي وسايل پلورل ،وپيژاند .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دغه شرکت  تر څيړنې او پلټنې لاندې ونيول شو چې په پايله کې  يې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل چې ټاکل شوې وه وپلورل شي  په دغه شرکت کې کشف اوضبط شول
دغه شرکت دمزارشريف ښار په دويمې ناحيې پورې اړوند دقواي کار ګذر په ساحه کې موقعيت لري چې په هغه کې دپيکا ماشينګڼې ،  څوکمري تومانچو دتوغندي ويشتونکي  دماينونو دکلاشينکوف د سلګونوګوليو او نورو جنګي وسايلو او دهغو دمهماتو  په ګډون سپک او درانده جنګي وسايل  او مهمات ساتل کيدل  چې ددغې قضيې  په اړوند څلور تنه نيول شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي دپوليسو دخاصو قطعاتو دموظفينو دهغو عملياتو په پايله کې چې په جلال اباد ښار کې ترسره شول درې کلاشينکوفونه او يوه کمري تومانچه  ددغه ښار په بېلابېلو سيمو کې له غير مسوولو وسله والو کسانو څخه راټول کړى شوي دي .
ختم_عطاالله_ اکرم

Last modified on Monday, 20 May 2019 11:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.