په کونړکې دڅوارلس تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د غبرګولې دريمه :
  ١٤ تنه ډار اچوونکي دکونړ په ولايت کې دپوځيانو په دوو جلا جلا بريدونو کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه او نن سهار دکونړ ولايت دنورګل  او اسمار  په ولسواليو کې  بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دغو بريدونوکې ددوو تنو  بهرنيو جګړه مارانو په ګډون  ١٤ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او يوشمير نور ټپيان شوي دي .
ده وويل دغه ډار اچوونکي په ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت و چې بريدونه پرې وشول .
دپوځيانو په دغو بريدونوکې وژل شوي او ټپي ډار اچوونکي دطالبانو او داعش دډلو غړي  بلل شوي د ي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

back to top