18 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د غبرګولې دريمه :
   دجنايتکارانو ديوه بانډ رييس عنايت قچي  له دوو تنوافرادو سره يې له امنيتي مامورانو سره دنښتې په بهير کې ووژل شو .
عنايت قچي دخطرناکو او فراري جنايتکارانو له ډلې څخه و چې په کابل کې ځينې سازمان موندلي جرمونه دهغه دافرادو په واسطه ترسره کيدل .
دغه جنايتکار له خپلو افرادو سره پرون يو هايلکس  موټر دکابل ښار دڅلورمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه غلا کړ او امنيتي مامورينو دپغمان په ولسوالۍ کې وکولاى شول  چې هغه تشخيص  او کلابند کړي .
په پاى کې جنايتکارانو له امنيتي  ځواکونوسره په نښتې لاس پورې کړ تردې چې ددغه بانډ رييس عنايت قچي له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شول او څلور تنه نور جنايتکاران ونيول شول .
دکورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي  باختراژانس ته وويل   چې عنايت قچي دکابل  دديارلسو تنو  مسوولو جنايتکارانو په لست کې  شامل و ، 
دده  افرادو په پايتخت کې  دغلا شوکمارى  ، سازمان موندلو ، وژنو او دانسان تښتونې  په لسګونو  پيښو کې لاس درلود .
  عنايت قچي په وار وار  دامنيتي مامورانو له منګولو څخه تښتيدلى و ، او دکورنيو چارو وزارت مقامات وايي چې له زياتې مودې راپديخوا  ترڅارنې لاندې و .
کابل ښاريان  ددغه جنايتکار بانډ درييس عنايت قچي  دوژل کيدو له  امله خوښ شول او ويې ويل  چې بايد  دجرمونو  دکمښت لپاره  دعنايت قچي په شان افرادو سره   چلند وشي .
  ختم- ف _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.