25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ د لړم ٤مه/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

د القاعده شبکې دويم  نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

د القاعده شبکې دويم نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

غزني/ د لړم ٤مه/ باختر د غزني د ملي امنيت رياست...

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

کابل / د لړم ۴ مه / باختر د ننګرهار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملي امنيت دويندوى مرستيال ددښمن توطيې به په نطفه کې شنډې شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلي  لسمه
  دهيواد دملي امنيت مقامات وايي چې دوى به د افغانستان  دخلکو او دهيواد دخلکو دتوطيو او دسيسو دکشفولو په مقصد په زيات خوځښت  لاس پورې کړي او دسيسې به په نطفه کې شنډې کړي .
دباختر اژانس دخبر له مخې،  دملي امنيت دويندوى مرستيال شفيق الله  طاهري نن په يوه خبري غونډه کې څرګنده کړه چې دوى به ددښمنانو ددسيسو  او توطيو په کشفولو  او شنډولو کې خپل اقدامات لاپسې ګړندي کړي چې وکولاي شي  ددښمن تحرک په نطفه کې  شنډ کړي .
ده په دې خبري کنفرانس کې ددغې ادارې دموظفينو  ځينو برياليتوبونو ته اشاره وکړه اووي ويل دهغو عملياتو له امله چې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا دکابل ولايت دازوبين ولسوالۍ دقلعه کلان  په سيمه کې ترسره شول دسروبي ولسوالۍ داکاخيلو  دکلي اصلي اوسيدونکي او دپيښور ښار دهريپور اوسني اوسيدونکي او په دغې ولسوالۍ کې دطالبانو  د ډلې تش په نامه ولسوال په حبيب الله مشهور مولوي محمد اکبر په داسې حال  کې چې ټپي شوي و ، ونيول شو او دنصرت په نامه دده د ډلې يو غړي ووژل شو اوله دوى څخه دوه کلاشينکوفونه  هم دملي امنيت دځواکونو لاس ته ورغلي دى .
ده دشاه امان الله خان غازي په روغتون  کې له درملنې وروسته په خپلو اعترافونو کې ويلي دى چې دپاکستان په پيښور کې  د امدادالعلوم په مدرسه کې  دديني زده کړو له پاى ته رسولو وروسته  دسبحانيه دارالعلوم په مدرسه کې  يې دمدرس په توګه دنده ترسره کوله او دوه کاله مخکې دطالبانو د ډلې ديو شمير مسوولينو په شتون دپيښور په اکوړه خټک کې ديوې غونډې په ترڅ کې دسروبي دتش په نامه ولسوال په توګه وټاکل شو اوپه يو شمير ترورستي او ورانکارو فعاليتونوکې يې ونده  اخستې ده اوله دې جملې څخه  په واټونوکې په ماين ښخولو او دفرانسوي  ځواکونو په  بيزونو او وسايطو په راکتي او وسله والو بريدونو ، په امنيتي ځواکونو په بريد ، داوبو اوبريښنا شرکت دکارکوونکو په تښتونې ، ددولت کارکوونکو ته داخطار په ورکولو ، په سروبي ولسوالۍ کې ترورستي ډلو ته دوسلو ، مهماتو او دچاوديدونکو توکو په ليږدولو اودکابل _ جلال اباد په لويه لاره او اوزبين کې دفرانسوي ځواکونو او افغان پوځيانو په وړاندې دکمين په نيولو کې فعال رول لوبولى دى .
  طاهري زياته کړه: دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو په يو خاص اوپراتيفي اقدام کې له ګاونډيو هيوادونوڅخه دچاوديدونکو توکو په ليږدونې دوه تنه اصلي عاملين نيولي دي . او دغه دوه تنه يې دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ اوسيدونکي عبدالقادر او په حق بيا  مشهور صديق الله  چې په کندز ولايت کې دمخالفينو دتش په نامه والي عنايت الله په لارښوونه  يې چاوديدونکي توکي په بيلابيلو افسانو سره دترانسپورتي  شرکتونو په واسطه دافغانستان له پولو  څخه کابل ته  ليږدول وبلل  او دچاوديدونکو توکو د تسليمولو په وخت کې چې دکور دوسايلو او مالونو تر افسانې لاندې يې داکاخيلو دشرکت په واسطه ليږدولي وو له چاوديدونکو  توکو سره دکابل ښار داتمې ناحيي په مربوطاتو کې ونيول شول .
دملي امنيت دادارې دويندوى مرستيال په دې خبري کنفرانس کې په هرات ولايت کې ددريو ډلو قاچاق وړونکو  دنيولو او دتښتوونکو له منګولو څخه ديو کوچني هلک  او ديوې  شپاړس  کلنې ميرمنې دخلاصون په باب خبرې وکړې  او څرګنده يې کړه دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو په هرات ولايت کې  دجلا جلا عملياتو په بهير کې  درې ډلې قاچاق وړونکي ونيول .
دادرسکن ولسوالۍ اوسيدونکي غلام يحيى ،د ګذرې ولسوالۍ دبلند آب  دکلي اوسيدونکي او په هرات ولايت کې  يو حرفوي قاچاق وړونکي نجيب الله دهرات ولايت ګذرې ولسوالۍ دهزار جريب دکلي اوسيدونکي ظريف  الله ، دشينډنډ ولسوالۍ اوسيدونکي فاروق ، دپښتون زرغون ولسوالۍ اوسيدونکي زلمي او دهرات ولايت دانجيل  ولسوالۍ دده شيخ دکلي اوسيدونکي عبدالحکيم  چې دده بانډ  غړي دي اويو کوچنۍ ماشوم او يوه شپاړلس کلنه ميرمن يې تښتولي وو .
  دغه راز په يوبل اقدام کې دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دهرات  ښار دلومړي ناحيي ديو  مخور دزوي  څوارلس کلن  هلک حشمت الله  دتښتونې مخه ونيوله او دپيښې په اړوند يې دهرات ښار داوسيدونکو حفيظ الله  ، ارشاد اوملا سيد شاه په نومونو درې تنه نيولي دي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.