په ننګرهار کې يو دیني عالم شهيد شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال اباد باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۲ مه
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یو ښوونکی چې دیني عالم او د جومات خطیب هم و، نن سهار د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره شهيد شو.
مولوي صفي الله، په داسې حال کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو سره شهيد شو چې د لمانځه تر ادا کولو وروسته کور ته روان و.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم په رامنځته شوې پېښه خواشیني ښودلې، شهید ته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي او مسوولینو ته یې جدي سپارښتنه کړې ده، څو د قضیې د عاملینو په نیولو کې جدي اقدامات وکړي .
پای/وصال

back to top