د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۱۲۶ تنو ترهګرو وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۲ مه
يوسلو شپږ ويشت تنه ترهګر په تېرو ۲۴ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې وژل شوي او ۷۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر د زابل، میدان وردګو، غزني، هلمند، فراه، سرپل، بادغیس، تخار، بلخ، غور او د کاپیسا په ولایتونو کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي په ترسره شویو بریدونو کې د وسله والو طالبانو يوه زیاته اندازه وسلې، مهمات، نقلیه وسایط او پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
پای/وصال

back to top