د هېواد په جنوب کې شپږو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

لښکرګاه/باختر/ د غبرګولي ۲۶ مه
د هلمند ولایت په مرکز او د ګرمسیر او نهرسراج ولسوالیو په مربوطاتوکې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي، درې تنه ټپيان شوي او یو تن له وسله والو ترهګرو سره د اړیکو په تور له یوه کلاشینکوف سره نیول شوی دی.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د تېرو څلرویشتو ساعتو په اوږدو کې په یادو سیمو کې د افغان ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۳۸ پتنځایونه او ۲۱ مورچلونه له منځه وړل شوي او ۶۴ ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.
ویل کېږي په دغو علمیاتوکې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

Last modified on Sunday, 16 June 2019 11:37
back to top