نهه تنه پاکستاني ډار اچوونکي د هېواد په ختیځ کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسعدآباد/ باختر/ د غبرګولي ۲۶مه
نهه تنه پاکستاني ډار اچوونګي د هېواد په ختیځ کې په هوایی برید کې ووژل شول.
پر دغو ډار اچوونکو تېره شپه د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د دوی په پټنځي برید وشو.
د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغو ډار اچوونکو هڅه کوله په کونړ ولایت کې یو لړ ډار اچوونکي بریدونه ترسره کړي چې برید پرې وشو.
هغه وویل: په دغه برید کې ۹ تنه پنجابي ډار اچوونکي ووژل شول.
په دغه برید کې د ډار اچوونکو پټنځای له ټولو جنګي وسایلو سره يې دړې وړې شو .
پای/سعیده

Last modified on Sunday, 16 June 2019 11:36
back to top