اتلس تنه په ننګرهارکې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور ونیول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال اباد/ باختر/ د غبرګولي ۲۶ مه
د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سیمه کې ۱۸ تنه له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايی چې دغه کسان تېره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د ننګرهار د ملي امنیت له ریاست څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه عملیات د داعش ډلې د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ترسره شویو عملیاتو په مټ به د جلال آباد ښار په ځانګړې توګه د چپرهار ولسوالۍ په امنیت کې ښه والی راشي.
ویل کېږي په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

back to top