11 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې  دچګ جمهوريت  له سفير سره وکتل

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې دچګ جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم...

د( ګنج  قناعت)  دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

د( ګنج قناعت) دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د طالبانو له بند څخه د دوو ماشومانو ازادیدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

متون باختر د غبرګولي ۲۷ مه
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې دوه ماشومان له شپږو میاشتو بند څخه وروسته د وسله والو طالبانو له بند څخه ازاد کړی شول.
دوی وايي: دغه ماشومان د ځاخي میدان ولسوالۍ د مندتې د کلي اوسیدونکې دي، چې د څارويو د څرولو پرمهال د طالبانو له خوا د دې لپاره ونیول شول ، چې د دوی د کورنۍ غړي په دولت کې خپلې دندې پریږدي .
د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل، چې وسله والو طالبانو یاد ماشومان سخت شکنجه کړي او هڅه یې کړې څو دوی د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو کړي.
پټان وویل، چې دغه ماشومان د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې او په ډیر بد حال کې ساتل کیدل ، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شول .
له بلې خوا ازاد کړل شوي ماشومان هم د طالبانو له شکنجې څخه سر ټکوي او زیاتوي چې وسله والو طالبانو به د جنت او حورو په کیسو ځانمرګو بریدونو ته هڅول.
په ورته وخت کې د دغو ماشومانو پلار وايي، چې وسله والو طالبانو به ورته ګواښونه کول چې له دولت سره دنده کول پرېږدي، که نه نو د نه پرېښودو په صورت کې به یې کورنۍ له زیان سره مخامخ شي.
سرچینه زیاتوي، له دې ګواښونو وروسته وسله والو طالبانو د ده د کورنۍ دوه ماشومان وتښتول او آن دا چې یو ځل یې د ده په کور وسله وال برید هم وکړ چې په دغه برید کې یې د کورنۍ یوه میرمن او یو همسایه هم ووژل شول.
دا لومړی ځل نه دی چې په خوست ولایت کې د دولت کارکوونکي له دولت سره د دندې په ترسره کولو ګواښل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په ډېرو لرې پرتو سیمو کې د افغان ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوونکي سرتېري هم ګواښل شوي څو له دولت سره دنده کول پرېږدي .پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.