کابل باختر د غبرګولي ٢٧مه :
درې تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دفارياب دخواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه نښته ددغې ولسوالۍ دتپې قشلاق او سراى قلعه په کليو کې رامنځته شوه چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول
معصومي زياته کړه چې په دغو کليو کې داستوګنې پر کورونو ددوو هاوانونو د لګيدو له امله دښځو ، ماشومانو او نارينه و په ګډون نولس تنه ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه ټپيان روغتون ته ولېږدول شول او د دريو تنو ماشومانو حالت دانديښنې وړ دى . ختم_ شکريه _ اکرم