اتلس تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٧مه
اتلس تنه وسله وال طالبان پرون په غزني ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند محمد فاروق روشن مل باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د اندړو، واغظ، مقر او آب بند د ولسواليو په مربوطاتوکې د ائتلاف هوايي قوتونو او د ملي اردو د منسوبينو په عملياتو کې ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دغو نښتوکې پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن دوه موټر او پنځه موټرسايکلونه هم له منځه يوړل شول.
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

back to top