يو طالب په فراه کې ووژل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٧مه
يو وسله وال طالب پرون په فراه ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو .
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس ته خبريال ته وويل چې دغه نښته هغه وخت رامنځته شوه چې پوځيانو غوښتل د دغه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې يوه ساحه له ماينونو څخه پاکه کړي.
ده وويل: په دې نښته کې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
محب وويل چې له سيمې څخه د طالبانو له تښتې وروسته پوځيانو څلور ماينونه کشف او شنډ کړل.
  ختم_ سعيده _ اکرم

back to top