23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د مالدارو ښځو د کاروبار د ښه والي په خاطر د کرنې وزارت هڅې

د مالدارو ښځو د کاروبار د ښه والي په خاطر د کرنې وزارت هڅې

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ د کرنې او اوبو لګولو وزارت په...

په فراه کې  د هندوانو دګروندګر ټولنه جوړه شوه

په فراه کې د هندوانو دګروندګر ټولنه جوړه شوه

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ د فراه د کرنې او اوبو لګولو...

د بدخشان د برېښنا رسونې قرار داد لاسلیک شو

د بدخشان د برېښنا رسونې قرار داد لاسلیک شو

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ د بدخشان د برېښنا رسونې قرار داد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دروزګان پوليسو شپاړلس تنه غير مسوول وسله وال کسان ونيول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي ٢٧مه :
دروزګان پوليسو دترينکوت په ښار کې دعملياتو په ترسره کولو سره داستوګنې په دوو کورونوکې يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړل او په دې اړوند يې شپاړلس تنه ونيول .
باختراژانس دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر دخبرپاڼې له خولې خبرورکړ چې دروزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون مازيګر  په يوتن غير مسوول وسله وال قوماندان او دنشه يي توکو په قاچاق وړونکي نوروزي په اړوند ديوه کور دلټونې او چاڼيزو عملياتوپه بهير کې  چې داړوندو برخو داستازو په شتون دترينکوت په ښار پورې اړوندو برخو کې ترسره   کړل يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل او نور پوځي تجهيزات په دغه سړى  پورې اړوند داستوګنې له دوو کورونو څخه کشف او ضبط  کړل او په دې اړوند يې نوروزي  له شپاړلس تنو افرادو سره يې ونيوه .
په ترلاسه شويو وسلو او جنګي وسايلو کې له شپاړلسو ګوليو سره يې يو هاوان ، له دوه ويشتو ماينونو سره يې يو توغندى ويشتونکى ، درې ميله  پيکا يو کلاشينکوف ،  يوه ان- ٤ وسله ، يونارنجک انداز ، يوه تومانچه ، اووه زغره والې پرتلې ، دبدني پلټنې يوه آله  ، دوه کشفي مخابرې يو دوربين يو  زغره وال لندکروزر او يو فرونر موټر دروزګان دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
  دغه راز له شارژورونو او شريدونو سره يې دداشکې ، پيکا او کلاشينکوف ،  څه دپاسه  درې زره ګولۍ .  څو سوه جوړې پوځي جامې اونور پوځي  وسايل او تجهيزات دپوليسو لاس ته ورغلي دي  .
دروزګان پوليسو دوه ورځې مخکې هم داستوګنې په دوو کورونو کې چې يويې په روزګان کې دبريښنا شرکت دنمايندګى پر رييس پورې اړه لري يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  کشف او ضبط کړل .
دکورنيو چارو وزارت مقامات وايي چې په روزګان ولايت کې دغير مسوولو وسله والو کسانو دپيژندنې او نيولو لپاره چاڼيز عمليات دوام لري .
ديوبل خبرله مخې، دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ  منسوبانو دوه تنه ددغه ولايت دويمې  امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ديوې لېږدونکې واسطې دغلا په وخت کې ونيول .
ديادونې وړ ده چې ددغې قضيې يو نيول شوى سړى  دوه کاله مخکې هم دپوليسو له خوا دانسان تښتونې په تور نيولي و او دمحکمې له حکم وروسته دغه مجرم په تيښتې بريالى شوى و .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دبغلان پوليسو يوتن ددغه ولايت دبنو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والې غلا په اړوند ونيوه .
له دغه سړي   څخه يوکلاشينکوف هم دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
په همدې حال کې دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ دتناو چه په سيمه کې  دملي پوليسو دعملياتو په بهير کې  چې دقندهار _ ترينکوت دلوى لارې  يوه برخه ده په طالبانو پورې شپږ تنه اړوند کسان ووژل شول .
په دغو عملياتو کې دشپږو تنو ډار اچوونکو په وژل کيدو سربيره دوه تنه مسافران هم ددغې ډلې له منګولو څخه ازاد کړى شول .
پوليسو دغه عمليات هغه وخت ترسره کړل چې ډار اچوونکو طالبانو دقندهار ، روزګان په عمومي واټ کې  د ملکي وګړو دسپرلۍ موټر په دې لاره کې لټاوه
ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Monday, 17 June 2019 13:59

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.