17 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه ٢٥ وسله وال طالبان تېره...

سور صليب د څرخي پله د جېل روغتون سمبالوي

سور صليب د څرخي پله د جېل روغتون سمبالوي

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د سره صليب استازي نن...

 په کابل کې د ډار اچونې په تور دوه  کسان ونيول شول

په کابل کې د ډار اچونې په تور دوه کسان ونيول شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د ملي پوليسو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په بېلابېلو سیموکې د ۲۶ ترهګرو وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غبرګولي ٣٠مه
افغان امینتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتـــــــــــــو کې د ترهګرو د ځالو او ګواښونو د له منځه وړلو په موخه ۱۰ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات، ۷۲ ځانګړې کوماندویې دندې او ۱۰هوایې بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیموکې تر سره کړل او دغو ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۲۴ الوتنې ترسره کړې چې ۲۶ ترهګر يې ووژل،۱۹ ټپیان او ۲ نور يې ونيول.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استولو شوې خبرپانه کې ويل شوي دي:
دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او غوڅ ماموریت په ملاتړ د تخار، روزګان، فراه، کندهار، لغمان، میدان وردګو، کندز، بدخشان هلمند، سرپل او کونړ کې ترسره شوي دي.
دغه راز په عملياتوکې د دښمن دوه موټرسایکلونه، دوه توغندي، دوه کلاشینکوفونه او تبليغاتي پاڼې ترلاسه شوې او دوه داشکې، د مهماتو یو ډیپو، پنځه موټرونه، درې موټرسایکلونه او يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.