په جلال آباد کې د بم د چاودنې له امله ۱۵تنو ته مرګ ژوبله واوښته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ـ کابل/باختر د غبرګولي ۳۰ مه
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د بم د چاودنې له امله يو تن ووژل شو او  ١٤تنه نور ټپيان شول.
بم د طالبانو او داعشيانو په وړاندې د وګړني پاڅونونو د قوماندان ملک دهقان د سپرلۍ  په موټرکې ځاى پرځاى کړاى شوی و او په جلال آباد ښارکې وچاوديد.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى ووژل شو او ١٤تنه نوريې ټپيان شول.
ملک دهقان هم د پېښې په ټپيانوکې شامل دى.
په همدې حال کې په جلال آباد ښارکې د ننګرهار په مرکزي روغتون کې ډاکترانو د شپږو ټيپانو روغتيايي حالت خراب وباله.
ملک دهقان د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ د وګړني پاڅونونو قوماندان دى، هغه سړى چې په لسګونو ځوانان يې د ډار اچوونکو په وړاندې يو موټي کړل او د دې سبب شو  چې په نازيانو کې طالبان او داعشيان له ماتې سره مخامخ شي.
پاى \ ذ

back to top