يو سړى په نيمروز کې له نشه يي توکو سره ونيول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر د غبرګولي ۳۰ مه
د نيمروز پوليسو يو سړى پرون د نشه يي توکو د لېږدونې په ګومان ونيو.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ابراهيم امنيي د باختر آژانس خبريال            ته وويل: دغه سړى ٥٨ کپسوله هيروئين يې د ستونې له لارې تېرکړي و او غوښتل هغه له هېواد څخه بهر ته ولېږدوي چې د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف مبارزې د مديريت کارکوونکو یې وینو.
پاى \ذ

back to top