19 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي مشر میرویس نیکه د کلا د رغولو چارې پیل شوې

قلات/دتلې۲۷مه/باختر د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د څه د پاسه...

د ننګرهار پېښې د تلفاتو شمېر  ٦٤ تنو ته ورسېد

د ننګرهار پېښې د تلفاتو شمېر ٦٤ تنو ته ورسېد

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر د ننګرهار د هسکې مينې...

په کابل کې د وسلو او مهماتو کشف

په کابل کې د وسلو او مهماتو کشف

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: د کابل په موسهي ولسوالۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړ کې ددريو وسله والو طالبانو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر دغبرګولي ٣١مه :
درې تنه  وسله وال طالبان په کونړ کې دنښتې له امله ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه په ماڼوګي  ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قومادان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او شپږ تنه نور ټپيان شول .
  هغه وويل: طالبان دماڼوګي  ولسوالۍ بازار ته  څيرمه  په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پوځيانو پرې ډزې وکړې .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په کونړ کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار دکونړ په ګڼ ميشتو لارو کې اته ماينونه کشف او شنډ کړل
دغه ماينونه دطالبانو په ډلې پورې اړوندو کسانو ځاى پرځاى کړي و او سيمه ئيزې سرچينې وايي چې کليوالي  اوسيدونکو ددغو ماينونو په کشف کې  رول درلود .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.