پوليسو دوه حرفوي وژونکي په هرات کې ونيول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٠ مه 
د هرات پوليس وايي چې دوه حرفوي وژونکي يې نيولي دي.
دغه کسان د هرات اوسيدونکي دي او څه موده مخکې يې د هرات يو اوسيدونکى د هرات په شيدايي ساحه کې د تومانچې په ډزو سره وواژه.
د هرات يوه امنيتي مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې پوليسو دغه کسان پرون د هرات د اتمې ناحېې په مربوطاتو کې دانجيل ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پرسونل په همکارۍ ونيول.
نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى او د هغوى يو جرمي شريک د پوليسو تر تعقيب لاندې دى.
  ختم-سعيده - اکرم

back to top