د هېواد په جنوب کې د څو چاودنو مخه ونيول شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٠ مه 
امنيتي مامورينو نن سهار ١١ ماينونه د قندهار، روزګان، زابل او هلمند ولايتونو په ګڼ مېشتو لارو کې کشف او شنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ويلي دي چې دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړاى شول.
تر اوسه کومې ډلې د دې ماين ښخونې مسووليت نه دى منلى، خو د هېواد په جنوب کې پوځي مقامات طالبان د دغه کار عاملين بولي.
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګڼ مېشتو لاروکې د بمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
ختم- سعيده -اکرم

back to top