په هرات کې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٠ مه 
د وسله والو طالبانو له شتون څخه د هرات د ختيځو ولسواليو د پاکولو عمليات درېيمې ورحې ته ورسېدل. دغه عمليات د هرات د والي په مشرۍ ترسره کېږي.
د هرات يوه امنيتي مقام د باختر آژانس ته وويل چې په عملياتوکې د ملي پوليسو، ملي اردو او د ملي امنيت قطعات ګډون لري او ډېرې سيمې له هغې جملې څخه د دوجوى، ده تپه او دشت نيزان کلي د دښمن له شتون څخه پاک شول.
د هرات والي په عملياتو کې وسله والو طالبانو ته خبر دارى ورکړ: که چېرې له تاوتريخوالي څخه لاس وا نخلي، له منځه ځي.
په عملياتوکې څه ناڅه دېرشو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات والي وايي: سره له دې چې طالبان د استوګنې له کورونو څخه د ډال په توګه  استفاده کوي؛ خو جدي هلې ځلې کېږي چې ملکي وګړو ته د سر د زيان مخه ونيول شي.
ختم- سعيده - اکرم

back to top