په غزني کې د اوو ډار اچوونکو وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٠ مه 
اووه ډار اچوونکي تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتو د دفتر سرپرست ايمل مومند باختر اژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د هوايي قواوو په ملاتړ د پوځيانو په عملياتو کې د دغه ولايت په مرکز او د قره باغ او اندړو په ولسواليوکې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په عملياتو کې څو وسله وال طالبان ټپيان او يو موټر يې ويجاړ شو.
د يو بل خبرله مخې: د ٢٠٣ تندر قول اردو د ماين پاکولو منسوبينو په غزني، پکتيکا  او خوست کې ١٥ماينونه کشف او شنډ کړل.
ختم-عطاالله-اکرم

back to top