طالبانو په فيض آباد کې له ماتې سره مخ شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٠ مه 
د جوزجان د فيض آباد ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو بريد ناکام شو.
د جوزجان امنيه قوماندان سمونيار عبدالواحد وجدان باختر اژانس ته وويل چې يوې ٥٠ کسيزې ډلې وسله والو طالبانو تېره شپه د فيض آباد ولسوالۍ په مرکز بريد وکړ چې د پوځيانو د مقاومت په پايله کې د سر د زيانونو په ورکولو سره له سيمې څخه وتښتېدل.
وجدان زياته کړه چې په بريد کې يوشمېر وسله وال طالبان ووژل شول خو دقيق شمېر يې تر اوسه معلوم نه دى.
ويل کېږي د دښمن څو جنګي وسايل او درې موټر سايکلونه هم د پوليسو لاس ته ورغلل.
وجدان زياته کړه چې همدا اوس کافي ځواکونه سيمې ته استول شوي دي او حالات د پوځيانو ترکنترول لاندې دي.
ختم- عطاالله - اکرم

 

back to top